Get Adobe Flash player
Home

چین سوپر کامپیوټر جوړ کړ

data 200    چین یو ځل بیا له امریکا سیالۍ و ګټله او دپرله پسې دریم (۳) کال لپاره یې امریکا شاته په پریښودلو سره ددنیا دترټولو تیز او ګړندي سپر کامپیوټر دجوړولو ویاړ یې ترلاسه کړی دی. چین د تیانهي دوه (Tianhe-2) په نوم سپر کامپیوټر جوړ کړ چې په یوې ثانیې (second) کښې  له څلور پنځوس اعشاریه نهه زره ټریلینه دزیاتولو اعدادونو او شمیرنو د جمع کولو او منفي کولو صلاحیت لري. د چین په دغه سپر کامپیوټر درې سوه نوي (۳۹۰) میلیونه ډالره لګیدلي دي.

    د چین په دغه کامپیوټر دیارلس سوه (۱۳۰۰) انجنیرانو دوه (۲) کاله ولګول او هغه یې د سلګونو یخچالونو دکیښودلو دځاي په شان یو ځای کښې نصب کړ.

دچین دتیانهي دوه (Tianhe-2) په نوم دغه سپر کامپیوټر دامریکا له سپر کامپیوټر کرې ایکس ټي فایو جاګوار (Cray XT5  Jaguar) څخه څو ځله طاقتور او پیاوړی دی.

   د ویلوده چې ددنیا د طاقتور سپر کامپیوټر د فهرست د جوړولو د ادارې ټاپ ۵۰۰ لخوا په درې څلویښت (۴۳) کلني فهرست کښې د چین تیانهي دوه (Tianhe-2) سپر کامپیوټر په لومړي لمبر کښې دی او دغه کامپیوټر د چین په نیشنل یونیورسټي اف ډیفینس ټیکنالوژۍ پوهنتون کښې نصب شوی دی.

د پینځه سوه (۵۰۰) سپر کامپیوټرونو په دغه فهرست کښې امریکا دوه سوه درې دیرش (۲۳۰) سوپر کامپیوټرونه لري او په سر کښې ده .

چین شپږ اویا (۷۶) سپر کامپیوټرونه لري او په دوهم (۲) لمبر کښې دی، بریطانیه دیرش (۳۶) سپر کامپیوټرونه لري او په دریم (۳) لمبر کښې ده، فرانسه اوه ویشت (۲۷) سوپر کامپیوټرونه لري په څلورم (۴) لمبر او جرمني درویشت (۲۳) سپر کامپیوټرونه لري په  پینځم (۵) لمبر کښې ده.

اضافه کردن نظر


Simple Email Form

From (email)
Subject
Field 1
Bilaga
 Send me a copy
   
 
Clocks ساعت
Calendar جنتری
March 2017
MTWTFSS
12345
6789101112
13141516171819
20212223242526
2728293031
Who's Online
ما 8 مهمان آنلاین داریم
جنتری یا تقویم سال ۱۳۹۵هجری شمسی

Calander dataserviceab 1395 171

آموزش کامپیوتر به زبان دری

Nero 2015 Platinum

Windows 8 Manager 2.1Final

Adobe Flash Player Firefox

Opera 25.0.1614.50 Final

Internet Download Manager 6

Free Download Manager 3.9

All Video Downloader

Weather Watcher Live 7. Final

آموزش ویدیویی فوتوشاپ دری

Adobe Photoshop 200

آموزش ویدیویی فوتوشاپ دری